د الحاد او عصري فکرونو تنقيدي جاج

Header
collapse
...
Home / منطق او فلسفه / جدید دور / اسلام او تنویري خوځښت - یو معرفتي او وجودي نقد Islam vs Enlightenment

اسلام او تنویري خوځښت - یو معرفتي او وجودي نقد Islam vs Enlightenment

دسمبر 15, 2017  Imam Ghazali  2,321 views
اسلام او تنویري خوځښت - یو معرفتي او وجودي نقد Islam vs Enlightenment

اسلام او تنویري خوځښت - یو معرفتي او وجودي نقد Islam vs Enlightenment: An Epistemological and 

Ontological Critique ۱. د تنویري او رومانتیک خوځښتونو تاریخي حیثیت : 
د تنويري خوځښت (Enlightenment) او رومانتیسزم (Romanticism) تحریکونه د مغربي تمدن د بنیادي فکري سرچینو څخه وارد کېږي. د معاصر مغربي تمدن اساسي ایډیالوژي، فکري جوړښتونه، او سیاسي ټولنیز تصورات په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له دې دوهٔ فکري خوځښتونو څخه راوتلي دي. که څهٔ هم دا دواړه تحریکونه له یو بل سره په ظاهري ډول اختلاف لري، خو په بنیادي توګه مشترک فکري اصل لري: یعنې د وحي مرکزي حیثیت ردول او د حقیقت د پېژندنې د پاره د انساني عقلانیّت (عقل یا وجدان) مطلق کول.

 ۲. د وحي انکار او د عیسوي ما بعد الطبیعت پرېښودل : 

د Enlightenment او Romanticism بنیادي بهیرونه نه یوازې د وحي حیثیت ردوي، بلکې په دې معنیٰ د عیسوي مابعدالطبیعت له بنسټونو څخه هم بیل دي. دا بیلتون په د دې معنیٰ نهٔ دے چې دا دواړه خوځښتونه ځانونه مذهبي بدیل ګڼي، بلکې دا وائي چې د حقیقت، انسان او د اخلاقو تفسیر د الهي وحي نه پرته هم ممکن دے. په دې ځاي کښې ځینې ملحدین یا دهریه دا تصور لري چې د دین بنسټونه د عقل او انساني تجربې د لارې په مکمله توګه رد کېدلې شي. خو دا تصور د اسلامي تعلیماتو په اساس یو تاریخي او معرفتي تېروتنه ده، ځکه اسلام یوازې یو تاریخي دین نهٔ دے، بلکې یو متکامل معرفتي نظام دے چې د عقل، فطرت او د وحي تر مینځ یو منظم اړیکه جوړوي.

 ۳. مارټن لوتر او د عقل محوري بدلون: 

د پروټسټنټیزم بنسټګر مارټن لوتر د مغربي فکري تاریخ په بدلون کښې اساسي رول لري. د هغه د اصلاحاتي حرکت تر شا یو اساسي فکري بدلون دا وهٔ چې انساني عقل د حقیقت په درک کولو کښې یواځي واحد معتبره وسیله ده، او دغسې ئې په غیر مستقیم ډول د وحي ارزښتیا کمزوری کړله. د اسلامي تعلیماتو په اساس، عقل یو ضروري او معتبره وسیله ده، خو مطلق سرچینه نهٔ ده. عقل د مشهوداتو، تجربو او منطقي اړیکو د درک قوت لري، خو د مغیباتو (metaphysical realities) په ساحه کښې د وحي نه بغېر مکمل حقیقت ته رسېدل مهال دي.

 ۴. د عقل مطلق کول او د مغیباتو مسئله: 

د وحي څخه د انکار منطقي نتیجه دا ده چې حقیقت (ontology) ته د رسېدلو امکان یوازې د استقرائي (inductive) او استخراجي (deductive) عقل له لارې ممکن وګڼلې شي. د Enlightenment فکري روایت دا دعویٰ کوي چې انساني عقل د وحي نه بغیر هم د ټولو اساسي پوښتنو ځوابونه کولې شي، لکه: انسان ولې پیدا شوے؟ د ژوند موخه څهٔ ده؟ له مرګه وروسته به څهٔ پېښېږي؟ اسلام دا نهٔ وايي چې عقل بې‌ کاره دے بلکې دا وايي چې دا ډول پوښتنې د عقل او وحي دوا‌ړو په مینځ کښې اتصال جوړوي. د مغیباتو په میدان کښې یوازې عقل پرېکړه نشي کولې.

 ۵. د Romanticism بدیل: وجدان : 

د Enlightenment په مقابل کښې، Romanticism د عقل مطلق واک او اختیار نهٔ مني، بلکې د وحي په ځاي وجدان (intuition) هم د حقیقت د درک کولو سرچینه ګرځوي. د رومانتيک فکر له مخې، حقیقت ته رسېدل د استدلالي عقل له لارې نهٔ بلکې د انساني جبلت، احساساتو او داخلي تجربې له لارې ممکن دي. په دې تناظر کښې: عقل د خواهشاتو تابع شي. وجدان د پوهې اصلي سرچینه ده. نو دا تصور په فلسفيانه توګه، د انسان داخلي احساسات مطلق کول دي.

 ۶. روسو، General Will او سیاسي انسان:

 روسو د Enlightenment او Romanticism تر مينځ فکري تعلیق جوړ کړو. د هغه د General Will تصور دا غوښتنه کوي چې انسان په فطري توګه ښهٔ دے او د هغه اراده په خپله د عمومي خیر غوښتونکې ده. د روسو له نظره: انسان ته د وحي یا خارجي لارښودنې ضرورت نشته. انساني جبلتونه او خواهشات په خپل اصل کښې خالص دي. د انسان عمومي اراده تل د بشري خېر غوښتونکې ده. هم دا تصور د معاصر جمهوریت، او سیاسي لیبرلیزم د فلسفې بنياد جوړوي.

 ۷. انسان د خپل ځان په اساس ولاړ موجود: 

د Enlightenment او Romanticism مشترک میراث دا دے چې انسان قائم بالذات (self-sufficient) ګڼي. دا تصور په مختلفو فلسفي تصوراتو کښې څرګند شوے دے خو په شلمه پېړۍ کښې یې تر ټولو روښانه شکل د سارتر په وجودي فلسفه کښې وینو، چرته چې انسان د خپل ځان د پاره خپلې معنې، اخلاقیات او د ژوند د مقصد خالق ګڼل کېږي. هم دلته د ازادۍ (Freedom) او خود مختارۍ (Autonomy) مفاهیم راڅرګندېږي، چې د وحي او الهي اطاعت په ځاي انسان د خپلې خدائيتوب دعویٰ کوي. ۸. د اسلام او مغربي تمدن بنیادي تصادم: د اسلام له مخې، دا ټول تصورات د انسان د حقیقت په درک کولو کښې بنیادي تېروتنه لري. انسان په اسلام کسې عبد دے ، autonomous نهٔ دے۔ خیر او شر الهي معیارونه لري، په دې اساس، د اسلام او مغربي تمدن ترمینځ اختلاف یوازې اخلاقي یا سیاسي نهٔ دے بلکې: معرفتي (epistemological) وجودي (ontological) انسان پېژندنه ده (anthropological) په دې تناظر کښې، دا اختلاف د سطحي مکالمې له لارې نهٔ حل کېږي، تر څو چې د بنیادي مفروضاتو تفکیک ونشي.

مناطقه


Share:

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Your experience on this site will be improved by allowing cookies Cookie Policy