د الحاد او عصري فکرونو تنقيدي جاج

Header
collapse
...
Home / د مکایدو علمي رد / تجزیاتي فلسفه (From Analysis to Denial)

تجزیاتي فلسفه (From Analysis to Denial)

دسمبر 18, 2017  Imam Ghazali  213 views
تجزیاتي فلسفه (From Analysis to Denial)

تاسو د بعضې خلکو نه دا پوښتنه کولې شئ چې "تجزیاتي فلسفه" د "دین" په علم کښې د "دین تاریخ" هم لري؟ نو آیا د دوي سره د "اصولِ حدیث" او "اصولِ تفسیر" علم هم شته؟ او یا دغه مُعترض د "عربۍ ادب او ګرامر" په علم پوهه لري ؟ چې له دې څخه دا ثابت شي چې "تجزياتي فلسفه" د مذهب د پاره "فلسفیان" د کُل په توګه مني او په جزئي توګه د خپل عقل په اساس د کُل تطبیق په جزئیاتو کوي چې یو احمقانه او جاهلانه روش دے.

د تفسیر د پاره ، علَم ټکي ، مُتواطي ټکي ، مُشکِک ټکي، مشترک ، حقیقت او مجاز پېژندل ضروري وي، دغسې په قرآن کښې د اعمالو درجات په نظر کښې ساتل پکار دي ، د طلب او نهي (الامرُ للوُجوب)، احکامات چې پکښې فردِ حقیقي او فردِ حُکمي ځانله باب دے. دغسې په مامور به کښې مؤقت او مطلق وي  او په مؤقت کښې ضرفي او معیاري  وي. د اداء او د قضاء په موضوعاتو کښې کامله او قاصره وي. دغسې په امثالو کښې مثلِ صوري او مثلِ شرعي وي. دغسې بعضې مفردات مطلق او مقیّد وي.

په حقیقت کښې هم مُتعَّذِره، مهجوره او مُستَعمله وي. بیا په مجاز کښې مجاز مُتَعَارَف او مجازِ غیرِ مُتَعَارَف وي، دغسې حال د متکلم وي، عُرْف وي، نفسِ کلام وي، سیاق د کلام وي، محلِّ کلام وي، علت او معلول وي، سبب او مسبب وي، یواځې خو د استعارې اوویش قسمونه بیانېږي.

دې سره ځينې خلک دا پُوښتنه هم کوي چې د مذهب د ادب سره څۀ کار مګر دلته بعضې ادبي سرچينې د قرآن نه مستعار دي. دغسې مونږ په خپلو عقلونو  دوۀ ځله ظلم کړے دے اؤ کوو يې، یو د فرېبیانو له خوا چې د عقل کردار ئې ختم کړے دے او دویم د هغه خلکو له خوا چې د وحي د رڼا څخه محروم شوي دي، مونږ خپل عقلونه ګمراه کړي دي او دغسې مو د خپلو عقلونه نه د هغې د ساحې نه بهر شیان غوښتلې دي.
 


Share:

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Your experience on this site will be improved by allowing cookies Cookie Policy