د الحاد او عصري فکرونو تنقيدي جاج

Header
collapse
...
Home / د مکایدو علمي رد / لوي مذهب انسانيّت دے؟ (The Fallacy of Humanism as a Supreme Religion)

لوي مذهب انسانيّت دے؟ (The Fallacy of Humanism as a Supreme Religion)

دسمبر 15, 2017  Imam Ghazali  1,652 views
لوي مذهب انسانيّت دے؟ (The Fallacy of Humanism as a Supreme Religion)
لوي مذهب انسانيّت دے؟
"هیومن ازم" (انسانیّت) د خپل عمومي مفهوم پۀ اساس یوه ساده شان خبره ده ، مذهبي خلق ئې هم تائید کوي او هم دا وجه ده چې بعضې خلق "هیومن ازم" د اسلامي لارښوونو سره پۀ تړلو مطالعه کوي.
مګر د "هیومن ازم" انساني فلسفه د یؤ مدغم نظام پۀ توګه د "خود کوزہ....... و خود کوزہ گر....... و خود گِل کوزہ" پۀ مصداق ، Humanism د اخلاقي احساس په سطحه قابلِ قبول ښکاري خو ماته پکښې د "زِيَادَةُ مَنْطِقٍ عَلَى عَقْلٍ خُدْعَةٌ" څهره ښکاري ځکه چې دا په الحادي / تشکیکي فلسفو ولاړ دے. دا نظریه په علم الکلام ، دیني فلسفې او معرفت شناسۍ سره defensible دے. دلته نقد او بحث په ځانګړې توګه په Secular / Atheistic Humanism په حقله دے ، نۀ د هغه انساني ارزښت چې د دین د سیوري لاندې راځي. په معاصر Humanism د وجودیت، شکاکیت او الحادي عقلانیت اثر شته، که څهٔ هم دا تاثرات یو شان نۀ دي.
د مثال پۀ توګه لاندې اووهٔ نکتې د دې نظام د پاره لا ینفک و لازمي برخه ده ، کوم چې د اکسفورډ پوهنتون پرېس څخه خپور شوي د "سټیفن لا" د کتاب "Humanism" څخه پخپلو ټکو کښې وړاندې کېږي.
۱- د معاصر Humanism په نزد Science او Reason بنسټیز معیارونه دي چې د ژوند ټول انساني او طبیعي اړخونه پرې ارزول کېږي، که څهٔ هم دا معیارونه د ما فوق الفطرت په باب قطعي مرجع نهٔ ګڼلې کېږي او دې نکتې سره د څۀ تعصب نه پرته د ما تحتُ الفطرت قانون لاندې اتفاق دے ځکه چې قرآن عقلانیّت نهٔ ردوي بلکې عقل پرستي ردوي، قرآن کریم د تفکر ، تدبر او استدلال خبره کوي خو عقلانیّت ته مطلق حاکمیت نهٔ ورکوي.
۲- ماډرن هیومنسټ حضرات به دهریه (Atheists) یا کم از کم د خداے پۀ حقله د "لا ادریّت" پۀ تصور باور لري. (د دا سیکولر یا ماډرن هیومنسټ نه غوښتنه ده خو ټول هیومنسټ دهریه نهٔ دي لکه Religious Humanists او Ethical Humanists. د یو مسلمان د پاره د سیکولر هیومنسټ سره شدید اختلاف لرل ضروري دي ځکه چې دوئ د خداے پۀ حقله متشکک (skeptical) دي ، دغسې دوئ د نورو ما فوقَ الفطرت مخلوقاتو پۀ شتون هم باور نۀ لري اؤ یا د تشکیک ښکار دي.)
۳- که څۀ هم دي پۀ دې دنیا کښې دي , دا د Rational scrutiny معیار د پاره د عقلي پلټنې لازمي پایله ده.
(انمَا هِيَ إِلا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا ، دوئ وائي چې د دنیا نه باید هر څوک بقدرِ ظرفُ مقدور خپله حصه واخلي ، جنت اؤ دوزخ یؤ فریب دے، دې سره هم باید مسلمان سړے اختلاف وۀ لري) . دا د Secular Humanism او Atheistic Humanism مرکزي اصل دے.
۴- هیومنسټ به د خپل اختراعي اخلاقي ارزښتونو پۀ اهمیت باندې قانع وي .
(سیکولر هیومنسټ خو اخلاقي معیار وړاندې کوي
خو هغه معیار له اسلامي نظره ناکافي دے او دویمه خبره چې د كتاب و سنت نه بغیر به د اخلاقیاتو معیار څۀ وي ؟ لکه هیومنسټان د اخلاقي ارزښتونو په اهمیت ټینګار خو کوي؛ مګر د اسلامي نظر له مخې اساسي پوښتنه دا پاتې کېږي چې که اخلاق د کتاب او سنت او د وحي د معیار نه جدا شي، نو د خیر او شر ثابت معیار به په کوم بنیاد ولاړ وي ؟)
۵- دا د سیکولر هیومنسټو خلقو مسئولیّت دے چې د اخلاقیاتو تعین اوکړي پۀ ځائ د دې چې دا مسئولیت خداے ته ورکړي.
(دې سره هم د "كان خلقه القرآن" اؤ یا (إنما بُعثت لأتمم مكارم الأخلاق پۀ بنیاد شدید اختلاف پکار دے)
۶- سیکولر هیومنسټ وائي چې زمونږ ژوند د خداے د مداخلت نه بغېر هم با معنیٰ دے د مثال په توګه د پابلو پکاسو (Pablo Picasso) اؤ آئن سټاين (Einstein) ژوند که خداے ئې منو اؤ که نۀ خو ژوندونه ئې له معنو څخه ډک وو. نو دلته مغالطه ده ځکه چې دا خو استدلال نهٔ بلکې مثالونه دي او د کامل اخلاقو نمونې نهٔ شي کېدلې، که داسې وي نو بیا مونږ هم وئیلې شو چې (The 500 Most Influential Muslims کتاب دې ولولي چې د دې سره به څۀ کوو چې پکښې د ۵۰۰ اغېزمن مسلمانانو تذکره ده. خو سیکولر هیومنسټ دا دعوه کوي چې انساني ژوند د الهي مداخلت نه بغیر هم با معنا کېدلې شي، خو د اسلامي نظر له مخې دا معنا محدود، موقتي، او د غایتي مقصد نه بې ‌برخې ده؛ ځکه چې مکمله معنا د وحي، آخرت، او الهي مقصد سره تړلې ده)
۷- سیکولر هیومنسټ غواړي چې دیموکراتیک ټولنه رامینځته کړي چرته چې به دین د دولتي چارو څخه بې طرفه وي اؤ خلکو ته به ازادي ورکوي.
(د مسلمان د پاره اوومه نکته داسې شوه لکه التفريق بين المعاملات و العبادات الإسلامية الإيمانية النبوية الشرعية التي يحبها الله ورسوله – لکه دین یوازې عبادات نهٔ بلکې معاملات، اخلاق، سیاست، او ټولنیز نظم هم رانغاړي خو چې په صحیح معنو کښې تطبیق وشي)
مع ذالک کۀ د "لوئ مذهب انسانیّت دے" شاته دغه عناصرِ سبعة وي نو هر ژوند پرست ، او د لوئ مذهب انسانیت نعره وهونکي دې په خپلو نظریانو نظرِ ثاني وکړي.

د فنار کتاب نه ماخوذ/ مناطقه

Share:

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Your experience on this site will be improved by allowing cookies Cookie Policy