د الحاد او عصري فکرونو تنقيدي جاج

Header
collapse
...
Home / د مکایدو علمي رد / دلیل خبرې کوي (Truth Speaks Through Evidence)

دلیل خبرې کوي (Truth Speaks Through Evidence)

دسمبر 15, 2017  Imam Ghazali  825 views
دلیل خبرې کوي (Truth Speaks Through Evidence)
دلیل خبرې کوي !!
 
دلیل چغه نۀ ده، دلیل شور نۀ دے، دلیل هغه رڼا ده چې سترګې نۀ بلکې زړۀ غواړي. چرته چې شور ډېر شي هلته د دلیل غږ پست شي، او چرته چې عقل ټیټ شي هلته احساس حاکم شي.
په معاصر بحثونو کښې دا خبره ډېر تکرارېږي چې: "په دنیا کښې د ټولو نه ښۀ اصول دا دي چې د بل چا په کار کښې کار وۀ نۀ لرو". دا نظریه عمومًا د فردي ازادۍ، زغم، او عدم مداخلې د ارزښتونو څخه الهام اخلي. خو فلسفي ابحاث دا پوښتنه راپورته کوي چې:
۱- آیا دا اصل مطلق دے؟
۲-يا آیا هر هغه عمل چې یو فرد ئې ترسره کوي، واقعتًا د هغه د "ذات پورې محدود" پاتې کېږي؟
دغه پوښتنې د علمي تفریق تقاضه کوي.
په بل چا کښې کار نۀ لرل - په سیاسي او اخلاقي فلسفه کښې د منفي ازادۍ (Negative Liberty) له تصور سره تړاو لري، چې ازادي د مداخلې له نشتوالي سره مساوي ګڼي. خو د معاصرې فلسفې د یوې قوي فکري څانګې له نظره منفي آزادي، که د مثبتې ازادۍ نه او د اخلاقي چوکاټ نه بهر پاتې شي نو په خپله د زور /تشدد او نابرابرۍ لامل ګرځي. نو ځکه "په بل چا کښې کار نۀ لرل" یوه مطلق قاعده نۀ ده.
بیا د شخصي عادت او ټولنیز سمبول تر مینځ هم فرق شته، د انسان ګېره بریت شخصي عادتونه دي مګر لباس چې د جنس، رول یا هویت معنا انتقالوي ټولنیز سمبولونه دي. په دې کښې تفریق نۀ کول علمي مغالطه ده. شخصي عادتونه د ټولنې معنا نۀ بدلوي او په نظام خپل اثر هم نۀ غورځوي. خو ټولنیز سمبولونه معنا ، هویت او د رول په حقله ټولنې ته پيغام انتقالوي او په عامه ټولنیز فضا باندې خپل اثر منطبق کوي. شخصي عادتونه او ټولنیز سمبولنه دواړه د علمي تحلیل له مخې یو شان نۀ دي، او په دې کښې تفریق نۀ کول غلط قیاس (False Equivalence) ګڼلې کېږي.
په سیاسي فلسفه کښې هر هغه عمل چې په عامه فضا/میډیا کښې ترسره کېږي، شخصي نۀ پاتې کېږي. ځکه چې عامه فضا د ګډو معنو او نظریاتو نه عبارت وي. سمبولک عملونه (لباس ، ژبه او رول) په ټولنه خپل اثر ثبت کوي.
دلته یو مهم علمي فرق شته چې نیت/Intention ممکنه ده شخصي وي خو اثر/Impact ئې ټولنیز وي. نو یوازې د یو چا نیّت شخصي‌ کول، په ټولنه کښې د هغه د عمل ارزونه په مکیال کښې نۀ معاف کوي بلکې په تول به سم تللې کېږي. د "ضرر او فساد" معیار دا وائي چې اعتراض یوازې هغه وخت روا شي چې عمل د ضرر او فساد باعث شي. دا معیار علمي وضاحت ته هم اړتیا لري لکه :
آیا ضرر
یوازې فزیکي زیان دے؟
که کلتوري او نورماتيک انحراف/ګډوډي پکښې هم شامله ده؟
معاصره فلسفه دا وائي چې ټولنیز ضرر یوازې تاؤ تریخوالے نۀ دے بلکې په معنوي توګه د ټولنې ګډوډي، د اعتماد کمزورتیا، او د اخلاقیاتو بې ‌ثباتي هم د ضرر اقسام دي لکه څنګه چې د ارسطويي Virtue Ethics او معاصر Communitarian فلسفې (MacIntyre) کښې منلې شوې ده نو اعتراض یوازې قانون نۀ کوي بلکې فکري او اخلاقي پوښتنې هم د اخلاقیاتو غمازي کوي.
دلته د یوې ټولنې ارزښتونه د جنسي ګډوډۍ (یعنې د جنس، رول او هویت تر مینځ د established norms ګډول/مکس کول) د استدلال د موضوع نه انحراف کول دي ځکه چې لباس ، ژبني او تاریخي معنې د ټولنې د هویت بحث دے، دا د فردي ازادۍ د مشروعیت معیار نۀ دے. نو په "په بل چا کښې کار نۀ لرل" یوه غېر منطقي خبره ده . علمي اعتراض د تشدد یا تحقیر بدیل نۀ وي، بلکې د عقلاني توازن د غوښتنې اصل وي. دغسې د فرد ازادي د مطلقِ عدم مداخلې نوم نۀ دے، بلکې دا د شخصي اختیار او د ټولنیز مسؤلیت تر مینځ د عقلاني سرحداتو ټاکل دي.
د لباس، جنس، او ټولنیز غبرګون په اړه هم باید تحلیل وشي . په معاصر بحثونو کښې د ازادۍ مفهوم ډېر وخت د علمي چوکاټ نه بهر شي او دغسې دا موضوع د احساسي قیاسونو، سطحي او مبهمو دعوو لاندې راشي. هر اظهار د ازادۍ یو شان قضیه نۀ وي، هر کلتوري عمل د جنس او هویت د فلسفې مسئله نۀ وي او تقابل (comparison) هغه وخت علمي وي چې سیاق، نوعیت، او اثر یو شان وي.
بیا ملګرے ګیله کوي چې :
"که په نیویارک مسلمان ناظم ښځه هر قسمه لباس اچوي خېر دے ، که په اروپا کښې افغانان هر څۀ کولې شي، خېر دے، نو بیا زما په لباس دومره تکلیف ولې ؟"
په ظاهره توګه دا یو ساده شان او معقول سوال ښکاري، خو په علمي لحاظ دا اعتراض د ډېرو ستونزو سره مخ دے. په دې کښې د قیاس بنیادي ستونزه (False Equivalence) دے ، او هغه دا چې کلتوري لباس اغوستل او د جنس ننګول یو شان sense نۀ لري. کلتوري لباس د تاریخ او کلتور هویت وي چې د جنس ، بدن یا فطري جوړښت ادعا نۀ بدلوي خو د ښځو جامې د سړي د پاره د جنس، هویت، او ټولنیز رول په حقله نوې دعویٰ مطرح کوي. دغسې قومي جامې، مذهبي لباس یا فیشن د یوې ټولنې بنیادي نظم نۀ بدلوي، دا د تنوع اظهار وي خو چې کله سړے د ښځو جامې واچوي نو په established norms کښې دا نوې جنس، ټولنیز رول او د هویت د نوې تعریف د پاره وسیله شي او دا بیا فیشن نۀ پاتې کېږي بلکې دې ته Normative Claim وائي چې د یو معیار دعویٰ کوي. او هم دا خط تنسیخ د ازادۍ او ټولنیز معیار په مینځ کښې یوې مجادلې ته داخلېږي. دغسې د انسان داخلي "اضطراب" د حل نخښه وي خو د داخلي اضطراب له مخې د سړيتوبه وتل د ټولنې د پاره معیار نۀ وي.
دغسې د دغې ملګري په پوسټ یو تعلیم يافته سړي د هغه په حق کښې لیکلي وۀ چې "زمونږ ټولنه لا هغه علمي مقام ته نۀ ده رسېدلې ..... الخ" دا د تعلیم یافته طبقې غېر علمي رویه ده چې ډېره عامه ده، چې دوي ځان تعلیم یافته Declare کوي نو د داسې ټولنې هغه جاهلان به لا څنګه وي ځکه چې ازادي هغه وخت انساني وي چې د عقل، اخلاقو او د ټولنې د توازن خیال وساتي.
دا اصول په هر سیاسي او مذهبي خلکو منطبق کېږي.

مناطقه

Share:

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Your experience on this site will be improved by allowing cookies Cookie Policy